د فراه ولایت د شېبکوه ولسوالي اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي پرته له جګړې پرېښوده او دا مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دى، خو امنيه قومانداني دغه څرګندونې نا سمې بولي. د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي هم وايي، شېبکوه ولسوالي چې له درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه چې نن سهار د طالبانو لاسته لوېدلې. هغه ويلي چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومانداني او د خاد ریاست د طالبانو په لاس کې دي. خو د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دغه څرګندونې ردوي او وايي چې ولسوالي د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.



































