افغان حکومت وایي، د سولې د مذاکراتو لپاره د پلاوي له ټاکل کېدو سره حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، د سولې خبرې یوازې د یوه قشر په ګټه نه دي، بلکې د افغانستان ټول خلک به په کې شامل شي. ده یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د سولې په خبرو کې به لاسته راوړنې خوندي وي. د نوموړي په خبره مذاکره شاته د بېرته تګ په معنی نه دي. نوموړي ډاډ څرګند کړی چې د سولې ټینګښت وروسته به هیڅوک هم پښېمانه نه شي. هغه ویلي حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو دی. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام وویل د سولې خبرو د پیل لپاره کوم قید او شرط نه لري خو د مذاکراتو په بهیر کې به نظریات تبادله شي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د سولې بورډ تر څنګ پرون د هېواد د نامتو سیاستوالو او جهادي رهبرانو په ګډون د یو بل بورډ اعلان هم وکړ چې په خبره یې یوازې به مذاکره کوونکي پلاوي ته د سلا او مشورو ورکولو واک ولري.