د لویدیځو هېوادونو د غندنو سربېره ایران د خپلې وروستۍ راکټي ازموینې پخلی کړی دی. د فارس اژانس د خبر له مخې د ایران د سپاه پاسدارن د هوایي ځواک قومندان جنرال امیرعلي حاجي زاده ویلي چې هېواد به یې د توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي. هغه ویلي د امریکا وروستیو غبرګونونو دا ثابته کړه چې د ایران د توغندیو ازموینه ورته لویه مساله ده او دې کار ایراني مشران غوسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ایران د ډیسمبر میاشتې په لومړیو کې د منځني واټن ویشتونکی یو بالسټیک توغندی وازمایه چې د امریکایي چارواکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، خو روسیې بیا د ایران دفاع وکړه او ویې ویل چې یاد هېواد د دا ډول توغندیو ازمویلو حق لري.