د هند د مرسته شوو غنمو بله جوپه افغانستان ته را روانه شوې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند له پنجاب ایالت شاوخوا ۴۰ لارۍ غنم افغانستان ته را روان شوي دي او ټاکل شوې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته را ورسول شي.
هندي حکومت ویلي چې په دې جوپه کې ټول ټال ۲ نیم زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدول کېږي. هند تر دې وړاندې هم د زرګونه ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو د پاکستاني حکومت له لوري د خنډونو جوړولو له امله کابل ته ددې غنمو رسېدل له خنډ سره مخ شوي وو. هند په ټوله کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړې ده او زیاتوي چې له دغه هېواد سره د لوږې او فقر په ختمولو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.



































