امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق، کرکېلې او کاروبار د زیاتېدو او بې ثباتۍ مسووله ده. ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په دیارلسم ګډ کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له حضور سره سم د نشه يي توکو په تولید او قاچاق کې ډېروالی راغلی دی. د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر جنرال محمد مسعود زاهدیان د افغانستان، پاکستان ایران ګډې غونډې ته ویلي چې د امریکا تر حضور وړاندې په افغانستان کې یوازې ۲۰۰ ټنه تریاک تولېدل خو اوس دا شمېره ۹ زره ټنو ته رسېدلې ده. زاهدیان وايي د امریکا حضور نه یوازې دا چې د نشه يي توکو کرکېله ډېره کړه بلکې په سیمه کې یې، نا امنۍ او نورې ستونزې هم رامنځ ته کړې. دده په خبره په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید ډېرېدل د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې لري. تېرې دوې ورځې په پاکستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د افغانستان، پاکستان او ایران دیارلسمه ګډه غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د نشه يي توکو د کښت او تولید د کمولو پر لارو چارو، د قاچاق د مخنیوي او ددغه پدېدې پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې شوې دي.