پاکستاني چارواکي وايي امریکا یوازې د خپلې ماتې د پټولو لپاره پاکستان په ډول ډول لېستونو کې شاملوي. د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ویلي، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او اوس ددغه ماتې د پټولو لپاره پر پاکستان فشارونه راوړي. د نوموړې په خبره امریکا په وروستي اقدام کې پاکستان د مذهبي ازادیو د نه موجودیت له امله په تور لېست کې شامل کړ. مزاري وايي سره له دې چې د مذهبي ازادیو په برخه کې ستونزې شته دي، خو لا هم تر اروپايي هېوادونه په پاکستان کې وضعیت ښه دی. هغې ویلي امریکا و نه توانېده چې په سیمه کې په تېرو ۱۷ کلونو کې اغېزناکه تمامه شي نو ځکه هڅه کوي ددې ټولو ماتیو او ستونزو پړه پر پاکستان ور واچوي. امریکا وړمه ورځ پاکستان د مذهبي ازادیو په برخه کې د ستونزو له امله په تور لېست کې شامل کړ، خو پاکستاني چارواکو په دې اړه ګڼ غبرګونونه ښودلي دي.