د کندهار د کډوالو چارو رییس وايي، په روان کال کې د سپین بولدک له لارې ۴۴۷۰ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي. د کندهار د کډوالو چارو رییس محمد رحیم رحیمي ویلي، د روان کال له پیله بیا تر اوسه له پاکستان د سپين بولدک له لارې ۴۴۷۰ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي. هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۷۲۱ هغه کډوالې کورنۍ دي چې قانوني اسناد یې لرل او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا ورسره مرسته شوې ده. دی وايي، د دې تر څنګ ۳۴۷۹ بیا هغه کډوالې کورنۍ دي چې قانوني اسناد یې نه لرل. د ده په خبره، د کډوالو چارو ریاست مسوولیت لري چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. نوموړي وویل، د ځمکو د نومرو د وېش چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته ځنډېدلي چې تر اوسه نه دی ورکړای شوی.