د برېتانیا لومړۍ وزیره تیریزا مې له یو شمېر خپلمنځي جنجالونو او مخالفتونو وروسته پرون وتوانېده چې له خپل واکمن محافظه کاره ګوند د باور رایه ترلاسه کړي. له دې سره به نوموړې د راتلونکي یوه کال لپاره د دې ګوند مشره وي او د لومړۍ وزیرې په توګه به هم خپلې دندې ته دوام ورکوي. له اروپایي ټولنې د برېتانیا د وتلو موضوع په دې وروستیو کې په محافظه کاره ګوند کې دننه سخت مخالفتونه راپارولي او ګوند یې ویشلی دی. د مېرمن مې مخالفین پر هغې نیوکه کوي چې له اروپایي ټولنې سره یې د برېتانیا د بیلتون په اړه مناسب تړون نه دی لاسلیک کړی او باید په دې برخه کې له اروپایي مشرانو سره له سره لا ډېرې چنې ووهي. ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه تیریزا می په بروکسل کې له اروپایي مشرانو سره وګوري او د شوې هوکړې په اړه ورسره خبرې وکړي. په تېره یوه اونۍ کې په ګوند دننه جنجالونه دومره ډېر شول چې د تیریزا مې مشري یې هم تر پوښتنې لاندې راوسته. خو پرون چارشنبه ناوخته د برېتیانیا په پارلمان کې د واکمن ګوند وکیلانو د لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو صندوق کېښود. په پایله کې یې ۲۰۰ وکیلانو د هغې د تائید او ۱۱۷ د هغې مخالفه رایه ورکړه.