د پکتیکا یو شمېر سوداګر وايي، د انګور اډې په بندر کې له سختو ستونزو سره مخ دي چې له حکومته يې د حلولو لپاره د اقداماتو هيله لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پکتيکا سوداګر په انګورو اډه کې له ګمرکي ستونزو، لوړو تعرفو، او د ټرانزیټ په وړاندې له پرتو خنډونو ځوريږي. خبرپاڼه وايي چې يادو سوداګرو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره شريکې کړې او د هواري غوښتنه يې کړې ده. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د خونې چارواکو د پکتيکا سوداګرو ته د ستونزو د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. د پکتيکا سوداګر وايي، له کلونو راهيسې يې په انګور اډه کې د کاروبار پر وړاندې ستونزې پرتې دي چې د دوی له بيا بيا غوښتنو سره هم نه دي هوارې شوې.



































