هوانګ يونګ يو په چين کې مشهور هنرمند دی او پر لرګينو تختو د حکاکي انځورنه کاږي.
نوموړی د چين د هو نان ولايت په فنګ هوانګ ولسوالۍ کې زېږېدلی او اوس ۹۸ کلن دی.
هوانګ يونګ له څه باندې ۸۰ کلونو راهيسې پر لرګينو تختو د حکاکي انځورونه جوړوي.
نوموړي د تېرې پېړۍ د پنځمې لسيزې په منځ کې د يون نان ولايت له لو نان ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او هلته يې د ځايي ملي لږکيو سا ني وګړو د يو اوږد شعر (( اشما)) له مخې انځورونه جوړ کړل.
نوموړې دغې چارې هغه ته ډېر شهرت ورکړی دی.
د ښاغلي هوانګ يونګ يو د اثارو هنري نندارتون د مې په اتلسمه نېټه د چين د سو جو په موزيم کې پرانيستل شوی دی.
په دغه نندارتون کې د نوموړي هغه ۷۸ اثار نندارې ته وړاندې شوي، چې د ۲۰مې پېړۍ له ۴مې لسيزې څخه تر ۹مې لسيزې پورې يې پنځولي دي.
“Ashima,” one of Huang’s representative works created in the 1950s. /Suzhou Museum
“Spring Tide,” a piece of his representative works created in 1961. /Suzhou Museum
ياد نندارتون به د جولای تر ۲۴مې نېټې پورې دوام ولري.