د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د اخلاقیاتو کومیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي مشر کرام الدین کرام موقتي بندیز لګولی دی. د دې بندیز له مخې کرام په افغانستان کې د ننه یا بهر له فوټبال سره تړلیو هېڅ ډول چارو کې ګډون نشي کولی. فیفا وایي، دا بندیز یې له هغو تورونو وروسته لګولی چې په نړیوالو او افغان رسنیو کې یې په دې وروستیو کې یادونه شوې ده. پر کرام او د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر یو شمېر نورو نارینه چارواکو تور لګېدلی چې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړې یې په جنسي او فزیکي توګه ځورولې دي. خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون او پخپله کرام دا تورونه په کلکه رد کړي دي.