د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د چین سفير (څوی تيان کای) د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه وویل، دا عادي خبره ده چې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه او اختلافات موجود دي، دواړه خواوې بايد د يو بل په اړه لا زيات معلومات ولري، متقابل باور دې پياوړی کړي او خپلمنځي همکارۍ دې ژورې کړي تر څو د ناسمو قضاوتونو مخنيوی وکړي. په امريکا کې د چين سفارت د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹مې کليزې په مناسبت په دغه هېواد کې د چینایي اوسېدونکو او زده کوونکو لپاره ځانګړی پروګرام جوړ کړی و. سفير څو تيان کای په خپله وينا کې وويل، چې چين او امريکا د تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام او پرمختيايي مرحلې په برخو کې توپيرونه لري. چين تل د دواړو هېوادونو خلکو د بنسټيزو ګټو له لحاظه د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره کوښښونه کوي. چين او امريکا په جلا جلا توګه په نړۍ کې تر ټولو پرمختيايي او پرمختللی هېوادونه دي چې دواړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هم دي. نو همکاري د دواړو هېوادونو يوازنی انتخاب او د نړيوالې ټولنې لپاره د دواړو خواوو ګډه دنده هم ده.