د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی بروکسل کې له ناټو چارواکو سره خبرې کوي. د راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد به نن د ناټو له چارواکو سره په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي او د افغان سولې په اړه به د خپلو فعالیتونو په اړه د ناټو مشرانو ته معلومات ورکوي. زلمی خلیلزاد تر دې وړاندې ترکمنستان ته تللی و او هلته یې ددغه هېواد له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې وې. دوی ټینګار کړی و، چې د افغان سولې په اړه به د تاشکند بل کنفرانس هم جوړېږي. ناټو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې بروکسل ته د خلیلزاد د سفر په اړه ویلي چې دوی د افغان سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي او له زلمي خلیلزاد سره به هم د سولې پر بېلو اړخونو بحثونه ولري.