د هلمند د سولې ولسي حرکت وايي، په ارزګان کې د جګړې ښکېل اړخونه سولې ته رابولي. د دغه حرکت شا و خوا ٥٠ غړي ارزګان ولايت ته ورغلي او ويلي يې دي چې ولسواليو ته به هم سفر کوي. د دغه حرکت وياند بسمالله وطندوست ویلي، دوی به د اروزګان له ولسونو وغواړي چې د سولې غږ ورسره بدرګه کړي او له ټولو ښکېلو اړخونو به وغواړي چې جګړه ودروي. وطندوست وايي چې روانې جګړې د هر افغان کورنۍ غمجنه کړې ده او اوس ددې وخت دی چې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ وشي. د هلمند د سولې ولسي حرکت وايي، په ارزګان کې به له ديني عالمانو او مخورو سره هم د سولې او پخلاينې پر امکاناتو خبرې کوي.