د ماليې وزارت وايي، چې د هېواد په ګمرکونو کې فساد صفر ته راټيټ شوی او پر نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې افغانستان ته راشي او د عوایدو د راټولولو بهیر له نږدې وڅاري. د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج وايي، چې نړیوالو تر اوسه دوه میلیارده ډالره بشري مرستې افغانستان ته لیږلې دي خو دې مرستو د بېوزلۍ په لمنځه وړلو کې مرسته نه ده کړې. نوموړی ټینګار کوي، هغه پيسې چې نړۍ د افغانستان مرکزي بانک ته لیږلي دي د یوناما په پروژو کې کارول کیږي. دی وايي که نړۍ د دې پيسو نیمايي برخه هم ا.ا ته ورکړې وای نو حالات به اوس تر دې ښه و. د معراج په وینا د کرېډېټ کارتونو لس سلنه مالیه ملي بودجې ته ځي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد عواید به د خلکو شخصي جیبونو ته نه ځي. د ماليې وزارت چارواکي زیاتوي چې عشر او ذکات په مالیاتو کې شامل نه دي او خلک اړ نه دي چې خپل عشر او ذکات حتمي دولت یا د ا.ا غړو ته ورکړي.



































