چين د چای اصلي ځای دی. په لرغونې زمانه کې د آسونو او بېړيو له لارې د چين چای ټولې نړۍ ته لېږل کېده.
اوسمهال هم د چين چای په ټوله نړۍ کې پلورل کیږي. د چين په ان هوې ولايت کې د چای د توليد اندازه تر ټولو زياته ده. د دغه ولايت د ماو فنګ چای د شين چای يو ډول دی، چې ځانګړی بوی لري او د ځينې ناروغۍ لپاره ډېر اغېزمن دی. د چين حکومت، د دغه ولايت د چای پلورلو لپاره اورګاډی ځانګړی کړی ، تر څو په دې وسیله د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته چای ولېږدوي. د ان هوې په ولايت کې د کلیو سمسورتیا د چایو د توليد په ځنځير پورې تړلې ده.
دغه راز د جه جيانګ ولايت د چای په اړه په نړۍ کې لومړی کتاب لیکل شوی. په جه جيانګ ولايت کې د چای ډولونه زيات دي، چې د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو ته صادریږي.
د چين د ګمرکاتو ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې له چين څخه څه دپاسه ۳۶۹ زره ټنه چای نورو هېوادونو ته صادر شوی دی .