امریکا وایي ایران داسې توغندي لري چې په سیمه کې د واشنګټن شریکان ګواښلی شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ایران د بالستیک توغندیو دستګاوې لري، چې ځينې یې تکمیلې او ځینې نورې بیا د پراختیا په حال کې دي. دده په خبره ددې تر څنګ ایران په لسګونو داسې توغندي لري چې په سیمه کې د واشنګټن ملګرو او شریکو هېوادونو ته خطرونه پېښولی شي. مایک پمپیو ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلس غړي به د ایران د بالستیک توغندیو په برخه کې لا ډېر بندیزونه لګوي. پمپیو همدا راز ټینګار کړی، چې امریکا د ایران د بالستیک توغندیو پر سر نور بندیزونه هم پر دغه هېواد وضع کوي.