پاکستان او ایران په افغانستان کې د اپیمو د مخ پر ودې تولید له امله اندېښنه څرګنده کړې. د پریس ټي وي د راپور له مخې، یادې څرګندونې ایراني او پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. ګډونوالو په افغانستان کې د تریاکو د مخ پر ودې تولید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د سیمې امنیت او ثبات ته یو ستر ګواښ بللی دی. دوی په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې ویلي چې په یاد هېواد کې د ناامنیو یو لامل د کوکنارو کښت دی، ځکه د دوی په باور هغه کسان چې د اپیمو کارو بار کوي هغوی امن نه غواړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي منافع تر پښو لاندې کوي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو امریکایي لوړپوړي جنرال هم ویلي وو، چې پر افغانستان د امریکا یرغل د سپټمبر له ۱۱مې سره هیڅ تړاو نه لري او په دې هېواد کې د هغوی موجودیت د کوکنارو کښت ساتنې لپاره دی.