امریکا د پاکستاني حکومت لخوا د امریکاغږ ویبپاڼو بندول غندلي دي او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره یې دې بیرته فعالې کړي. د امریکا د بهرنو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی د پاکستان د حکومت لخوا د امریکاغږ اردو او پښتو څانګې ویبپاڼو بندیدو اندیښمن کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د پاکستان حکومت دې د بیان د ازادۍ د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د خپل قانوني مسولیت درناوی وکړي او بندې شوې ویبپاڼې دې بېرته فعالې کړي. د پاکستان حکومت د ډسمبر په ١٢ د امریکاغږ اردو او پښتو څانگې ویبپاڼې بندې کړې. د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې دغه ویبپاڼې د پښتون ژغورني غورځنګ په اړه د رپوټونو خپرولو له کبله بندې شوې دي. د پاکستان حکومت تر اوسه په دی اړه تبصره نه ده کړې.