ولسمشر غني نن په هرات ولایت کې تر ټولو لویه د لاجوردو لارې پروژه چې د ورېښمو لارې د لویې پروژې برخه ګڼل کېږي پرانیستې ده. په دغه پرانیست غونډه کې د ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې ده. د دې لارې له پرانیستل کېدو سره نن په افغاني تولیداتو بار ۹ کانټینرونو د چین او ترکیې پر لور حرکت وکړ. لاجوردو لار د هرات له تور غونډۍ او د فاریاب د اندخوی له اقینې بندره پیل له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې په تېرېدو له اروپا سره نښلول کېږي. ولسمشر غني دغه پروژه د افغانستان د صادراتو لپاره د یوه لوی فرصت پیل بللی دی. د یادونې ده چې افغانستان به وکولی شي له دې لارې په اسانۍ سره اروپایي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.