د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ریل ګاډي په یو تم ځای کې د ټکر له امله لږ تر لږه ۴کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. د انقرې چارواکو ویلي، دغه ګړندي ریل نن سهار وختي له هغه تخنیکي ریل ګاډي سره ټکر وکړ چې د همدې ریل پر پټلۍ یې د کنټرول چارې تر سره کولې. دا لا روښانه نه ده چې د پیښې په وخت کې ددغه ریل سرعت څومره و.