د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي له ایران سره پر پوله ترسره شوي احتمالي عملیات نه شي ردولی. هغه ویلي په هغه وخت کې چې د اسراییلو امنیت ته ګواښ پېښېږي نو له ایران سره پر پوله هیڅکله هیڅ ډول نظامي عملیات نه شي ردولی. نتانیاهو ویلي، د اسراییلو امنیت د دوی سره کرښه ده او کله چې د ایران له خوا د دوی امنیت ګواښل کېږي نو هيڅکله به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او ټول هغه تدابیر به ونیسي چې اړتیا یې وي. هغه زیاته کړې اوسمهال اسراییل یوازینۍ اردو ده چې د ایران د رژیم پر وړاندې مقابله کوي. نتانیاهو دغه راز ویلي دا د دوی همیشنی سیاست دی چې ستونزه باید په هغه وخت کې حل کړي، کله چې لویه شوې نه وي. نوموړي ویلي، دې اصل ته په پام دوی په سوریه کې له ایران سره لاس او ګریوان شول او که اړتیا یې پیدا شي نو ټول هغه اقدامات به وکړي چې دوی یې لازم بولي.