د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو نن په پېښور کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دوی پر مشرانو بندیزونه دوام ومومي نو دوی به له دې وروسته د پاکستان پوځ ونه مني او پر وړاندې به یې بیا هم پراخ لاریونونه پر لاره واچوي. دوی پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې د دوی مدني او انساني حقونه دې تر پښو نه لاندې کوي. هغوی پر حکومت د توندو نیوکو تر څنګ وویل چې دوی هیڅوک هم د خپل حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره له روانې مبارزې نه شي راګرځولی. اعتراض کوونکو دغه راز ویلي چې کوټې ته د یاد غورځنګ د مشر پر سفر بندیز د کوټې ایالتي حکومت نه بلکې د پاکستان پوځ لګولی او هغوی باید د دې غیر قانوني عمل ځواب ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې کوټې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر سفر ۹۰ ورځې بندیز ولګول شو چې د پاکستانیو چارواکو په خبره نوموړی د حکومت ضد څرګندونې کوي او د حکومت پر وړاندې په ملت کې کرکه خوروي.