ولسمشر غني نن په هرات کې د لاجوردو لارې د پرانیستلو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، اوس څوک پر افغانستان د لارې بندولو ګواښ نه شي کولی. نوموړي پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، وویل، چې پر افغانستان د لارو د تړلو د ګواښونو وخت نور تیر شوی دی. غني وویل د افغانستان هدف نښلول دي، نه جداوالی او د لاجوردو د لارې له پرانیستلو سره به دا هیواد جنوبي اسیا سره هم خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي. ولسمشر غني د ټولو هغو هیوادونو د مشرانو نومونه واخیستل، چې د دغې اقتصادي پروژې په پلي کولو کې یې افغانستان سره مرسته کړې او له هغوی یې مننه وکړه. په ورته وخت کې کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، چې د راروان ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې به د دغه هیواد لومړی وزیر د یو شمېر اقتصادي پروژو پر سر د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي. د یادونې ده چې د لاجوردو د ترانزیټي لارې هوکړه لیک تېرکال د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، جورجیا او ترکیې هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو.