نیویارک ټایمز په یوه اوږده مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې جګړې د ددو مخکینیو کلونو په پرتله خورا شدیدې شوې دي او ورسره جوخت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه شوې ده. ورځپاڼه وايي په ۲۰۱۶ کال کې په هره ورځ کې د وژل شوو افغان ځواکونو شمېره ۲۶ کسه ښودل کېده، خو اوس دا شمېره د باور وړ نه ده. نیویارک ټایمز وايي چې په وروستیو میاشتو کې په هره ورځ کې د ملي اردو او ملي پولیسو نږدې ۵۶ سرتېري وژل کېږي. په راپور کې همدا راز راځي، چې دمګړی څوک د افغان ځواکونو په لیکو کې فعالیت ته زړه نه ښه کوي، ځکه مرګ ژوبلې لوړې شوې او حکومت نه دی توانېدلی چې دغه خونړۍ جګړه مدیریت کړي. نیویارک ټایمز وایي افغان حکومت د سولې په تمه دی، نو ځکه تر ډېره جګړه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او دغه ډله تهاجمي بریدونه کوي. د راپور په یوه برخه کې راځي، چې همدا تېره اونۍ د افغان ځواکونو لپاره خورا خونړۍ وه او څلور سوه افغان سرتېري پکې وژل شوي دي. نیویارک ټایمز وایي، سره له دې چې امریکا او افغان حکومت د مرګ ژوبلې شمېرې پټوي، خو بیا هم دا شمېرې د پټېدو وړ نه دي او افغان حکومت ته په کار ده، چې ژر تر ژره ددغه جګړې د ختمولو لپاره لاس په کار شي.