افغانستان سږکال د خلکو د غذایي اړتیاوو لپاره څه باندې دوه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري. د کرنې وزارت اټکل کوي چې افغانستان څه باندې دوه میلیون ټنه وارداتي غنمو ته اړتیا لري. کروندګر وايي، سږکال د وچکالۍ له کبله د غنمو حاصلات د تېرو کلونو پرتله کم وو. کرنې وزارت وايي، چې د هېواد د اړتیا وړ ټولو غنمو په سلو کې ۶۰ د افغانستان له خپلو محصولاتو ترلاسه کېږي. د دې وزارت ویاند کریمت الله مستایین ویلي، چې افغانستان باید لاهم له دوه میلیون ټنو زیات غنم وارد کړي. ا.ا په یو فرمان کې بهر ته له افغانستانه د غنمو وړل په کلکه ممنوع اعلان کړي دي.



































