په واشنګټن کې میشت یو څیړنیز مرکز د اتلانتیک شورا په یو تازه رپوټ کې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د سولې هر ډول موافقه باید یو اوږدمهاله پروګرام ولري چې د نړۍ او د افغانستان د ولس ګټې په کې تامین شي. د اتلانتیک شورا وایي امریکا باید ډاډ ورکړي چې د اوږدمهال لپاره د افغانستان په څنګ دریږي. دغه رپوټ هغو اندیښنو ته په پاملرنې لیکل شوی چې د طالبانو سره د سولې لپاره امریکا بیړنۍ هڅې پیل کړي دي په یاد راپور کې راغلي، داسې اندیښنې شته چې ګواکې امریکا د یو لنډمهاله حل لارې هڅه کوي چې بریا اعلان کړي او له افغانستان نه ووځي – هغه څه چې خورا بدې پایلې به ولري. دغه اندیښنې باید پای ته ورسول شي. امریکایي کارپوه ستیفن بیدل، چې د افغانستان او عراق په چارو کې د جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما سلاکار و پدې باور دی چې امریکا د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره زیاتې حوصیلې ته اړتیا لري. بیدل وایي، حتی په افغانستان کې د سولې د موافقې له کیدو وروسته هم ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا د زیاتو کلونو لپاره هدفونو ته د رسیدلو لپاره د افغانستان د دولت ملاتړ وکړي.