امریکایي څیړونکي په دې باور دي چې په افغانستان د سولې لپاره د پاکستان ملاتړ خورا مهم دی. مشهور امریکایي ژورنالست او د پوهنتون استاد سټیف کول، چې د افغانستان د جګړې د رپوټونو له امله یې دوه ځلې د پولیترز مشهوره جایزه ګټلې ده وایي چې په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره د پاکستان رول خورا مهم دی. کول چې په سیمه کې د پاکستان د سیاستونو منتقد دی او ددې هیواد د استخباراتو اداره آی اس آی د طالبانو ملاتړې ګڼي په دې باور دی چې پاکستان د خپلو ملي گټو د ساتلو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي، خو ټینګار کوي چې ددغو ګټو تامین باید د افغانستان خپلواکۍ زیانمنه نه کړي. نوموړي په یوه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ خپره کړې لیکلي، پاکستان په ځینو مواردو کې داسې غوښتنې مطرح کړې چې منل یې ستونزمن دي. د پاکستان سربیره په سیمه کې د نورو هیوادونو سیاستونه لکه ایران، روسیه او چین هم د امریکا لپاره د اندیښنې وړ دي. نوموړي د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت داسې جوړ کړي چې په سیمه کې د ګڼو ګواښونو پر وړاندې په عمل کولو کې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د افغانانو رول تر پوښتنې لاندې رانه ولي.