د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۷مه یې د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې تنظیم کړې دي. هغه په پېښور کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، دا ناسته به را روانه دوشنبې ترسره شي. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په حواله عمران خان ویلي چې پاکستان د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. عمران خان زیاته کړې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وایي چې د طالبانو پر ضد نور ګامونه واخلئ، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکي ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او د دې هېواد له مشرانو یې وغوښتل چې هر څومره ژر کېدای شي طالبان دې د سولې خبرو ته چمتو کړي.