له افغان جګړې ستون شوي امریکایي جنرال ویلي په یو ضعیفه حکومت طالبانو ته ماتې ورکول له تصوره لرې ده. هغه ویلي د افغانستان بحران په یوې بستې امریکایي ډالرو نه شي حل کېدلی. مک کریسټال له (دې هیل) خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته رسېدل به ستونزمن وي خو په یاد هېواد کې شته ناخوالو ته ځواب ویل ناممکن دی. نوموړي زیاته کړې، هغه وخت طالبان ماتې خوري چې پر وړاندې یې ټولنیز ذهنیت بدل شي. کریسټال ویلي، د ذهنیت بدلون هم وخت او اوږدمهالې ستراتیژۍ ته اړتیا لري. هغه زیاتوي، دا چې امریکا د یوې بستې ډالرو له لارې دا هدف لاسته راوړي خوشې وخت ضایع کوي او په دې ډول افغان ستونزه نه یوازې دا چې حل کېږي نه، بلکې لا پراخېږي. جنرال مک کریسټال دغه راز ویلي، د افغانستان مساله د یو ماشوم روزنې ته ورته ده، امریکا باید په ټولیزه توګه افغانستان ورغوي او دا بیا رغونه په پیسو نه په حوصلې او کلک هوډ ممکنه ده ځکه افغانستان یوې بنسټیزې اجتماعي او فکري بیا رغوونې ته اړتیا لري.