د چین څارنيزو ارګانونو د کمونېست ګوند له اتلسم کانګرس راهیسې، د یو ميلیون او ۹۰ زرو تصدیو پر مالي چارو نظارت کړی او ۴.۳ زره میلیارډه یوانه يې سپمه او ملي عوايدو ته يې جمع کړي دي.
د پيسو دغه شمېر د چين د یو پرمختللي ولایت د یو کال له عمومي تولیدي ارزښت سره برابر دی.
د چين څارنيزو ارګانونو د خپلو چارو په مټ څه باندې ۷۰ زره مقررات بشپړ کړي او د عدلیې او ډيسپلين څارنيزو ارګانونو ته يې څه باندې ۶۰ زره ارزښتناک مالومات وړاندې کړي دي. (هیله)