ملګري ملتونه وایي د افغانستان د بشري وضعیت د ارزولو لپاره یې خپلو هڅو ته ادامه ورکړې ده. د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دوی افغانستان کې د بشري وضعیت د څارلو لپاره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
دده په خبره تازه یې په ترکیه کې د بشري حقونو په برخه کې له افغان فعالینو سره کتلي او له دوی سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي نور وضاحت نه دی ورکړی چې د دوی د بحث موضوع څه وه، خو ټینګار یې کړی چې دوی د افغانانو له حقونو دفاع ته ادامه ورکوي.
د ملګرو ملتونو دغه استازی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و او وايي چې دلته په روان بشري وضعیت اندېښمن دی.



































