د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې وړمه شپه په یو هوایي برید کې د وسله والو طالبانو مهم قومندانان وژل شوي دي. د والي ویاند عبدالغني مصمم سپوږمۍ راډیو ته وویل چې په یاد برید کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ارقام رد کړل. نوموړي زیاته کړه چې له دې پېښې یوازې ۱۵ملکیان په ټپي حالت کې د اسعد اباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې ممکن ځینې یې د سختو ټپونو له امله مړه شوي وي، خو دا خبرونه په ټولیزه توګه ناسم دي چې ګنې تر دېرشو ډېر ملکیان وژل شوي دي. هغه دغه راز وویل چې سیمې ته د ولایت مقام له لورې یو پلاوی د څېړنو په موخه استول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ځینې راپورونو له مخې په یاد هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر دېرش ډېر ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.