د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته ویلي چې هېواد یې ژمن دی، څو د افغان سولې په خبرو کې د منځګړي په توګه خپل رول ولوبوي. قریشي زیاته کړې، د سولې هوکړې لپاره به تر خپله وسه هڅه وکړي او په دې برخه کې به لازمه همکاري کوي. نن په کابل کې درې اړخیزه غونډه روانه ده، خو تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم پرون په پیښور کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې طالبان یې له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي دي او دواړې غاړې به ډېر ژر خبرو ته سره کېنوي.