په ایران کې د یوه نظامي پرېټ پر مهال وسله وال برید شوی دی. د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ګڼ کسان وژل شوي خو د ټپیان شمېر بیا شل کسه ښودل شوی دی. ایراني چارواکو د وژل شوو شمېره نه ده په ډاګه کړې او نه هم رسنیو ته د پېښې د پوښښ اجازه ورکول کېږي. دغه وسله وال برید داسې مهال تر سره شو، چې ایراني پوځ د ایران-عراق جګړې د بریا کلیزه لمانځله او ستر نظامي پرېټ ترسره کېده. ډېری وژل شوي او ټپیان هم نظامي کسان دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.