د چين شانګهای ښاروالۍ د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره یو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي، چې پر مټ يې د ښار حالت د ښه کېدو په لوري روان دی او د ښاريانو ژوند او کاري چارې عادي حالت ته ګرځېدلې دي.
په شانګهای کې ټولو شرکتونو او تصديو د جون په لومړۍ نېټه خپلې چارې بيا پېل کړې دي.
ډېرو انټرنېټ کاروونکو د چين پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ښکلی شانګهای بيا غوړيږي.
شانګهای د چين کليدي صنعتي، سوداګريز او پولي ښار دی او د توليدي چارو د مرکز په توګه نړۍ کې د کانټينرونو د ليږد راليږد تر ټولو لوی سمندري بندر بلل کيږي.
د دې ښار د خلکو د ژوند عادي کېدل نه يوازې د چينايانو بلکې د نړیوالو هيله هم وه.
د شانګهای ښاروالۍ په وروستيو کې د توليدي او کاري چارو د بيا پيل لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي، چې ورسره د اسيا په بازار کې د سوداګرو باور هم ټینګ شوی دی.
د جاپان د دايچي(Dai-Ichi) د ژوند او اقتصاد څيړنيز انسټیټيوټ کارپوه ويلي، چې د شانګهای ځايي حکومت د توليدي او کاري چارو د بيا پيل لپاره مثبته تګلاره غوره کړې او په اسيايي بازار کې د ښه او مثبت تمايل روحيه يې خپره کړې ده.
د شنونکو په وينا د چين د مصرفي بازار بيا سمسورتيا د نړيوالو تصديو لپاره ډېره ګټوره ده او د شانګهای ياده تګلاره ښايي د عرضې د نړيوال ځنځير د ښه والي سبب هم وګرځي.
د شانګهای خلکو د تېرو څه باندې دوو مياشتو په درشل کې د کرونا وبا پر وړاندې سخته مبارزه وکړه او اوس يې ژوند او چارې عادي شوې دي.
د شانګهای ښاروالۍ ياد تدبيرونه د دې ښکارندويي کوي، چې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره د چين تګلاره مناسبه ده.
چين د کرونا وبا پر وړاندې خاصه تګلاره لري، که د کرونا وبا په اړه یوه مثبته پېښه پيدا کړي، نو سمدلاسه يې مخه نيسي او کنټرول سختوي او همدا تګلاره یې د خلکو د روغتيا او د اقتصاد د دايمي پرمختګ د ساتلو لپاره اړين تدبیر بلل کيږي.
چین په همدې تګلارې په ډېره ټيټه بيه د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول په برخه کې تر ټولو ښه پايله تر لاسه کړې او د خلکو د روغتيا او د ژوند او تولید عادي نظام يې تضمین کړی دی.
د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول دوه کلنو چارو ته په کتو، د چين حکومت له واقعي حالاتو سره سم په دقيقه توګه ياد کارونه تر سره کړي او د کرونا وبا د مخنيوي ترڅنګ يې اقتصاد ته هم پرمختګ ورکړی او د وبا منفي اغيزې يې هم ډېرې ټيټې کچې ته رسولې دي.
د شانګهای په بېلا بېلو سيمو او برخو کې توليدي او کاري چارې د روان کال د مې له وروستۍ لسيزې راهیسې بيا پيل شوې دي.
د شانګهای ښاروالۍ د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره ښې پايلې تر لاسه کړي او د تولیدي او کاري چارو د بيا پيل لپاره يې اغيزمن تدبيرونه نیولي، چې بهرنۍ تصدۍ هم ترې برخمنې شوې دي.
د شانګهای ښاروالۍ د اپريل له منځنۍ لسيزې څخه په دريو ډلګيو کې د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګې د مهمو تصديو د توليدي چارو د بيا پيل لپاره هڅې کړي، چې د مې تر ۲۹مې نيټې پورې د لومړۍ ډلګۍ د ۱۴۲ تصديو د توليدي چارو د بيا پيل انډول په سلو کې ۹۱ و.
په دغه ښار کې د ټيسلا زېبره فابريکه هم په همدې جمله کې شامله وه او اوس يې توليدي اندازه عادي حالت ته ګرځېدلې ده.
د شانګهای ښاروالۍ د يادو تصديو لپاره د برابرونکو ځنځيرونو د تضمين او د پولي ملاتړ د برابرولو په شمول يو لړ مثبتې تګلارې غوره کړي او د بهرنيو تصديو د توليدي چارو د بيا پېل لپاره يې زمينه برابره کړې، چې له امله يې د چين پر بازار د دوی باور نور هم ټينګ شوی دی.
په شانګهای ښار کې د مې تر لومړۍ لسيزې د کرونا وبا مخنيوی او کنټرول په کليدي پړاو کې و، خو لوريل شرکت همغه وخت د چين په بازار کې د پانګونې اعلان وکړ او ويلي يې دي، چې په شانګهای کې به د خپل شرکت فرعي څانګه پرانيزي.
په شمالي اسيا کې د دې شرکت عمومي مدير او د چين اجرائيوي رئيس في بوژوي ويلي، چې کرونا وبا که څه هم پر ډېرو تصديو منفي اغیزې کړي، خو ډېرو تصديو د روان کال په لومړۍ ربعې کې پرمختګ موندلی او سويه يې د کاسمټيک(cosmetic) نړيوال بازار له منځنۍ سويې لوړه ده.
د دغو تصديو چارې او پرمختګ د چين بازار د جاذبې ښکارندويي کوي.