د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په لومړۍ نېټه په برازيل کې د سختو سيلابونو د راوتلو په پار د دغه هېواد ولسمشر جاير بولسونارو ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
د برازيل په شمال لوېديځ کې سخت سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې د سیلابونو له امله چې د برازيل د شمال لويدیځ خلک يې سخت ځپلي، خواشيني څرکنده کړې ده.
نوموړي پر مړو شويو کسانو خپګان ښودلی او د دوی د کورنيو غړو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.