سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

امريکا په پټه د روسيې تيل زېرمه کوي

جون 5, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0
د اروپايي ټولنې کمېټې د امريکا تر پر له پسې فشارونو لاندې د جون پر درېيمه پر روسیې د شپږم پړاو بنديزونه اعلان کړل، چې د تيلو له صادرولو څخه منع کول پکې شامل دي. دغه تدبيرونه سمدستي نافذ شول.
امريکا د روان کال د مارچ له پيل څخه د روسيې پر تيلو، طبيع ګازو او سکارو د بنديزونو اعلان وکړ او پر اروپايي ټولنې يې فشار واچاوه، چې پر روسیې دې بنديز ولګوي، خو د تازه شمېرنې له مخې، امريکا په تېرو څو مياشتو کې په پټه توګه له روسیې څخه د ډېرې اندازې تيل وارد کړي دي.
د امريکا د ملي کانګرس وياند نيډ پريس د اروپايي ټولنې د يادو بنديزونو هرکلی کړی او ويلي يي دي، چې موږ د اروپايي ټولنې د ملګرو ستاينه کوو، چې پر روسیې یې بنديزونه ولګول او د انرژيو په متنوع کولو سره یې د روسیې په تيلو او طبيعي ګازو باندې تکيه کمه کړه.
د روسیې بهرنيو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو په هکله د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې اروپايي ټولنه د امريکا او ناټو د جيوپوليتيکس غوښتنې لپاره د روسیې د مخنيوي وسيله ګرځېدلې ده. په حقيقت کې اروپايي ټولنې د روسیې د تيلو او نفتو د لېږنې مخنیوی کوي، خو پایله به دا وي ، چې د تيلو بيه لا نوره لوړه شي، د اروپايي ټولنې اقتصاد او د انرژيو خونديتوب به يې لا خراب شي او د ټولې نړۍ د غلودانو بحران به سخت شي.
پر روسیې د بنديزونو په زياتوالي سره د اروپايي ټولنې اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د اروپايي ټولنې کمېټې څه موده مخکې د اقتصادي لرليد راپور خپور کړی او پکې يې اټکل کړی، چې په روان او راتلونکو دوو کلونو کې به د اروپايي ټولنې اقتصادي وده تر اټکلي پلان ټيټه وي او د روان کال د پيسو پړسوب اندازه به يې ۶اعشاريه ۸ سلنې ته ورسيږي، چې په تاريخ کې به تر ټولو لوړه وي. امريکا په خپله مسئلې جوړې کړې، خو اروپايي ټولنه به یې ترخه پایله ګوري.
امريکا د اروپايي ټولنې د لمسون په وخت کې په پټه توګه په خپله له روسیې څخه انرژي وارده کړې ده. په ظاهري شکل امريکا د مارچ پر اتمه اعلان وکړ، چې له روسیې څخه به د تيلو، طبيعي ګازو او سکارو واردول ختم کړي او اروپايي ټولنه یې ولمسوله، چې همدا چاره تر سره کړي، خو په حقيقت کې امريکا په پټه توګه له روسیې څخه د تيلو د واردولو اندازه ډېره زياته کړې وه.
د روسیې د سپوټنيک نيوز اېجنسې د جون په لومړۍ خبر ورکړ، چې امريکا ته د تيلو د برابروونکو هېوادونو په لېست کې د روسیې مقام ډېر لوړ شوی دی. په تېر مارچ کې روسیه د امريکا له نهم تيل برابرونکي هېواد څخه شپږم ځای ته لوړه شوې او په دغه مياشت کې له روسیې څخه امريکا ته د تيلو د صادراتو اندازه نژدې يو چند زياته شوې، چې ۴ميليونه ۲۱۸ زرو بيلرو ته رسېدلی ده.
بله خوا د روسیې او اوکراين تر منځ د جګړې له پيل راهيسې هند په ټيټه بيه له روسیې څخه زيات اصلي تيل وارد کړي، خو دغه اصلي تيل په پای کې د امريکا بازار ته رسېدلي دي .
د والسټريټ ورځپاڼې د خبر له مخې، تجارانو د روسیې له نفتو سره نور د سون مواد ګډ کړي او تېل یې ترې ایستلي ، تر څو د اصلي نفتو ريښتنې سرچينې پټې کړي او د روسیې تيل په بازار کې وپلورل شي. محتاط تجارانو هڅه کړې، چې د نامعلوم منزل په توګه د روسیې د تيلو اخيستلو چارې تر سره کړي، تر څو له روسیې سره د تيلو سوداګريزې اړيکې منع کړي. د خبر له مخې، د روسیې نفتي توليدات په تېره مياشت کې د امريکا نيويارک او نيو جيرسي ايالت ته لېږل شوي دي.
د شنونکو په نظر، د امريکا د دغو کړنو له امله په دغه هېواد کې د تیلو بیې ډېرې لوړې شوي دي. د امريکا د موټرو ټولنې د شمېرنو له مخې، د جون پر درېيمه د امريکا د تيلو منځنۍ بيه بيا نوي ريکارډ ته رسېدلې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځينو مامورينو غوښتي، چې پر روسیې لا سخت بنديزونه ولګوي، خو د امريکا د ماليې وزارت ځينې مامورين په دې نظر دي، چې پر روسیې د مالي بنديزونو پر بنسټ له روسیې څخه د اصلي نفتو واردولو ته اجازه ورکړي، تر څو د امريکا په دننه کې اقتصادي فشارونه کم کړي.
د چين د نړيوالو مسئلو د څېړنې انسټيټيوټ د بې وسلې او د نړيوال خونديتوب د څېړنې مرکز د منشي تنګ جيان چون په تحليل کې راغلي، چې امريکا غواړي د اوکراين بحران له لارې اروپا کنټرول کړي او خپل جيوپوليتيکس او سوداګريزې ګټې تر لاسه کړي.
ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In