مغز او اعصاب خوړو ته هغسې اړتیا لري، لکه زړه، عضلات او د وجود نور غړي یې چې لري. هغه خواړه چې د مغز په ځواکمنولو کې مرسته کوي او د ذهن په سالم ساتلو کې غوره بلل کېږي، په لاندې ډول دي:
کب
کب د اومېګا ۳ غوړو اسیدونو غوره سرچینه ده. دغه مواد له مغز سره په ښه او نرم کار کولو کې مرسته کوي. ماشومانو ته وخت ناوخته د کب غوښه ورکول د هغوی د تمرکز ځواک پیاوړی کوي.
هغوی چې د کب غوښه ډېره خوري، پر اضطراب او ژور خپګان د اخته کېدو خطر یې تر نورو کم دی.
شنې پاڼې لرونکي سابه
پالک، ورخاړی، ګندنی او نور شنه سابه له ډېرو غوره موادو مالامال دي. سابه د اعصابو د ښه فعالیت لپاره تر ټولو غوره خواړه ګڼل کېږي.
د زیتون غوړي
اعصاب تر ډېره له غوړو اسیدونو جوړ دي او دغه غوړ اسیدونه د اعصابو د سم فعالیت لپاره په دوامداره توګه اړین دي. د زیتون غوړ هغه څه دي چې همدا صحي غوړ اسید لري چې ستاسو تمرکز او حافظه پیاوړې کوي. د زیتون غوړ د هغو عصبي کمزوریو په مخنیوي کې هم موثر دي چې د عمر په زیاتېدو سره انسان ته پیدا کېږي.