د افغانستان ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي چې هېواد تېرو شل کلنو جګړو ډېر ځپلی دی او په خبره یې، د روغتیا، اقتصاد او زراعت په برخه کې موجوده ستونزې دومره ژر نه حل کېږي. مولوي شهاب الدین دلاور د دغه وزارت د معینانو د معرفي په مراسمو کې زیاته کړې ده چې د ا.ا په راتګ سره ملي حاکمیت رامنځته او په ۳۴ ولایتونو کې امنیت ډاډمن شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې په دغه وزارت کې د تېر جمهوري نظام تر ۲زره ډېر کارکوونکي پر کار بوخت دي او دغه راز د دغه وزارت پر کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته هم د هغوی معاشونه ورکول کېږي. دلاور څرګنده کړې ده چې ا.ا پر کار پوه کسانو ته اړتیا لري او هغوی چې هېواد ته د خدمت اراده لري دوی یې هرکلی کوي او د کار زمینه ورته برابروي. د ا.ا دا لوړپوړی چارواکی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې پر ا.ا نیوکې دي چې د وړتیا ځای یې شناخت ته ورکړی دی او هغه څوک چې له دوی څخه نه وي ورته د کار فرصت نه ورکول کېږي.



































