ملګري ملتونه وايي افغانستان دمګړۍ د نړۍ په کچه له ناوړه وضعیت سره مخ دی. ملګرو ملتونو پر خپله ټوېټر پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د نړۍ په کچه ترینګلی دی او ددې جدي اړتیا ده چې له افغانانو سره مرسته وشي.
دوی ټینګار کړی چې افغانستان د خوراکي توکو او نورو بشري خدماتو له اړخه په ناورین کې دی او له دې ناورین د را ایستلو جدي اړتیا ده. تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. دوی ټینګار کړی دی چې که پر وخت مرستې و نه شي نو ناورین به تر دې هم پراخ شي.



































