امریکا وايي د پاکستان د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې په افغانستان کې د سولې سبب شي. په کابل کې د امریکا د سفارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پاکستان ژمنه کړې چې طالبان به له امریکا سره مخامخ خبرو ته کېنوي. دده په وینا سره له دې چې طالبانو او امریکا تر دې وړاندې مخامخ لیدنې لرلې دي خو د پاکستان د هر هغه اقدام هر کلی کوو، چې د سولې په برخه کې یې ترسره کوي. د ویاند په خبره تر دې وړاندې د امریکايي استازي او طالبانو ترمنځ خبرې شوې دي او امریکا به د سولې د راتګ لپاره دغه خبرو ته ادامه ورکړي. سرچینه وايي امریکا د افغانستان سولې ته ژمنه ده او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې دوی به په راتلونکو ورځو کې طالبان او امریکا مخامخ خبرو ته سره کینوي.