پاکستان وايي پر ډيورنډ کرښه یې لسګونه امنیتي پوستې جوړې کړې دي. د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي دوی ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي او امنیتي ستونزو د کمولو لپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو او پوستو جوړولو ته ادامه ورکړې ده. دده په خبره په ۲۰۱۹ کال کې په پر دغه کرښه د پوستو جوړولو او اغزن سیم لګولو چارې بشپړې شي. بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا وایي چې دوی پر ډیورنډ تر دې دمه ۲۳۳ پوستې جوړې کړې دي. دده په خبره په پام کې ده چې ټولټال ۸۰۲ امنیتي پوستې پر دغه کرښه جوړې شي، خو له دې ډلې یوازې ۲۳۳ یې تکمیل دي او عسکر پکې ځای پر ځای شوي دي. پاکستان په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له پیل سره سم پر ډیورنډ فرضي کرښه فعالیتونه پيل کړل او د یوې رسمي کرښې په توګه پر هغه باندې دروازې او اغزن سیم لګوي. په داسې حال کې چې دا یوه فرضي کرښه ده او د افغانانو له لوري منل شوی سرحد نه دی.