یوه پخواني امریکايي ديپلومات ویلي چې د چین او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې مخ په پراخېدو دي او دا به ددې سبب شي چې د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن ویلي د چین او امریکا ترمنځ سیالي روانه ده، چې په دې منځ کې بیجینګ ته د اسلام اباد نږدې کېدل به د پاکستان لپاره ښې پایلې و نه لري. دده په وینا په سیمه کې به د پاکستان دا هڅې د نورو ګډوډیو او اړیکو د ترینګلي کېدو سبب شي. اولسن همدا راز ویلي چې پاکستان که غواړي له امریکا سره یې اړیکې ښې شي، نو باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. دده په خبره پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري او کولی شي دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته حاضره کړي. هغه خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې سوله نه وي نو په سیمه کې هېڅ راز اقتصادي او سوداګریزه پروژه نه شي بریالۍ کېدلی.