د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو د پولنډ کاتوویتسا کې له دوه اونۍ ناستې وروسته د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې د پاریس د تړون عملي کېدو پر څرنګوالي هوکړه کړې. په دې سره به په ۲۰۱۵ کې د پاریس شوې هوکړه سر له ۲۰۲۰ کال عملي کیږي. د نړۍ د پياوړي اقتصادي هېواد په توګه امریکا د ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پر مهال اعلان کړی چې د پاریس له هوکړې وځي، خو سره له دې بیا هم امریکا د پولنډ د مذاکراتو وروستی سند یا هوکړه لاسلیک کړې ده. په دې غونډه کې ګډونوال باور لري چې د کاربن د تولید کچې راټیټولو لپاره به دغه هېوادونه خپلې ژمنې عملي کړي. دوی ویلي چې په دې برخه کې دې راتلونکې غونډه تر ۲۰۲۰ کال مخکې جوړه شي. د پولنډ په دې ناسته کې هوکړه شوې چې تر ۲۰۳۰ کاله به د ډي اکسید کاربن د تولید کچه راټیټه کړي چې د ځمکې د تودوخې کچه هم کمه شي.