نړیوالې رسنۍ وایي چې د اقتصادي وضعیت او ونډو بازارونو د خرابېدو له امله د ډيجیټل کرنسیو بیې هم په بې ساري توګه رالوېدلې دي. راپورونه وایي چې د نړۍ تر ټولو مشهوره کرنسي بیټ کواین دی چې دمګړی یې ارزښت ۲۱ زره ډالرو ته راښکته شوی په داسې حال کې چې تېر کال یې ارزښت آن ۶۸ زره ډالرو ته ورسېد. نړیوالې رسنۍ په خپلو تحلیلونو کې لیکي چې د کرونا د بندیزونو تر بشپړ ختمېدو او کاروبارونو تر پیلېدو وروسته ښایي ددغه کرنسیو بیې نورې هم راټيټې شي.