د اعصابو جراحي ډاکټران وايي، په ځوانانو کې د ملا د تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي او لامل يې د ځوانانو له لوري د ځيرک موبایل د استعمال پر وخت یوې خوا ته د غاړې کوږوالی په ګوته کړی دی. روان کال د امریکا له لاس انجلس ایالت څخه د «سپاین» په نوم چاپېدونکې مجله کې د دغه ایالت اړوند د اعصابو جراحي ډاکټرانو لیکلي، داسې ځوانان چې هېڅ ګومان نه کېدو چې د ملا د تیر له لوړې حصې او یا د غاړې د شاتنۍ برخې له درد څخه د شکایت وکړي، شکایتونه کوي چې د ملا د تیر پورتنۍ برخه او یا د غاړې شاتنۍ حصه يي درد لري. په دې سربېره یې د اوږو پلې هم درد کوي او په مستقیم درېدلو کې ستونزه لري.
د لاس انجلس په سیدرایس سینایي روغتیايي مرکز کې د اعصابو د ډاکټرانو د یوې ټولنې مشر وايي، په ځوانانو کې د ملا د تیر د پورتنۍ برخې او همدارنګه دغاړې د پلو او شاتنۍ برخې د درد په صورت کې مو چې کله د دوی اېکسرې(X-RAYS) وکړه، راته مالومه شوه چې د دغو کسانو د غاړې هډوکي د شا خواته کاږه ښکاري او د غاړې پر لیندۍ باندې یې زور راغلی چې لامل يې د ولاړې په حال کې په ځیرک موبایل کې د اوږدو اوږدو پیغامونو لیکل دي.