ستاسو ماشومان ځینو لارو چارو او وسیلو ته اړتیا لري، څو کورنی ډاډ تر لاسه کړي او له بېروني محیط سره په اسانۍ اړیکې ټینګې کړي. له دغو وسیلو څخه یوه یې هم ماشوم ته داسې روحیه ورکول دي چې ګواکې کورنۍ یې پوره ملاتړې ده. د ماشومانو لپاره یې کورنۍ د یوې نړۍ په څېر ارزښت لري. ماشومان خپل ژوند او په ژوند کې خوښي د خپلې کورنۍ په ملاتړ کې ویني. که د کورنۍ اړیکې او مینه له ماشوم سره ګرمه وي، نو ماشوم هم پر خپل ځان باور پیدا کوي او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي له بېروني محیط سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او یو پیاوړی کس ترې جوړ شي. دا ډېره اړینه ده چې ماشومان باید له یوې کورنۍ، ډلې او یا هم یوې سالمې ټولنې سره اړیکې ولري، څو حس کړي چې دوی هم په دې نړۍ کې یو با ارزښته څوک دي. هر ماشوم دا خوښوي چې په یو چا پورې تړلی وي، څو دا حس کړي چې دی هم د دې ټولنې یو غړی دی او خلک ورته اړتیا لري. ماشوم دې ته اړتیا لري، څو پوه شي چې یو څوک دی او کورنۍ یې ارزښت ورکوي، همدا د دې لامل کېږي چې ماشوم بیا اخلاقي ارزښتونه پېژني.