تاجکستان وایي افغانستان یې د برېښنا له درکه پوروړوی دی. د تاجکستان د برېښنا ملي ادارې چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی لا هم افغانستان ته برېښنا صادروي خو تر دې دمه یې دغه هېواد د برېښنا له درکه پوروړوی دی.
تاجکستاني چارواکو تر دې دمه ددغه پورونو د کچې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یوه تاجیک چارواکي ویلي و، چې پر افغانستان شاوخوا پنځوس میلیونه ډالر پور لري. د افغانستان برېښنا وارداتي ده چې تر ډېره له ایران، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان تامنیږي. د برېښنا د لګښتونو په ورکړه کې پر مرکزي بانک د امریکا د بندیزونو له امله ځنډ راغلی دی.