د ایران په اهواز ښار کې پر نظامي پرېډ د وسله وال برید مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ایراني رسنۍ وايي چې په لس دقیقې وسله واله نښته کې نږدې شل ایراني عسکر وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټيپان دي. دغه برید داسې مهال وشو، چې په اهواز ښار کې ایران له عراق سره په جګړه کې د خپل بري کلیزه لمانځله. برید پر هغو عسکرو شوی، چې د نظامي پرېډ پر مهال د سټېج مخې ته تېرېدل. ددغه برید مسوولیت د الاهواز ملي مقاومت په نامه یوې ډلې اخیستی دی. دغه ډله ځانونه په ایران کې د مېشتو عربانو مدافعین بولي. یادې ډلې ویلي، چې په برید کې یې هېڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.